ایکنانیوز راپور راکوي، دنجومو نړیوال مرکز چې د عربی میاشتو د څارنې او دعربی نړۍ پر سپوږمکیو ډ څارنې دنده په غاړه لري، په عربو هیوادونو کې ئې سږکال د روژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر وخت مشخص کړ.
دغه مرکز په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ، چې د شوال دمیاشتې د کمشن مسئولانو د اپریل په اتمه یعني پرون د شوال د میاشتې د لیدو ععملیات ترسره کړل او لکه څنګه چې په عربو هیوادونو کې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ د مارچ یولسمه نیټه وه، د شوال د میاشتې لیدونکي کمیټې د اعلان په اساس ، د اپریل په اتمه یعني په دوشنبې ورځې میاشت ونه لیدل شوه او پر دې اساس نن یعني سه شنبې ورځ د رمضان المبارک میاشتې ترټولو وروستۍ ورځ ده.
پر دې اساس د نجومو د نړیوال مرکز اعلان کړی دی چې د نجومي محاسباتو په اساس سږکال د روژې د مبارکې میاشتې نیکمرغه اختر به په ۸ عربو هیوادونو ،یعني مصر ،عربستان، متحده عربی اماراتو، قطر ،سورئې،کویت،بحرین او الجزایر هیوادونو کې د اپریل په لسمه نیټه یعني په چارشنبې ورځې وي.
د مراکش ،عمان ،پاکستان، لیبیا ،ایران او هند په څير په نورو هیوادونو کې چې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ پکې د مارچ په دولسه نیټه وه ، هم د شوال میاشت به د اپریل په نهمه نیټّ یعني په سه شنبې ورځې ولیدل شي.
دغه مرکز توضیح ورکړې ده چې دنجومي مطالعاتو په اساس،په شمالي او جنوبی امریکا لویو وچو کې په سترګو سره د میاشت لیدل ممکن وي او په دغو هیوادونو کې به د نیکمرغه اختر ورځ د اپریل په یولسمه نیټه یعني پنجشنبې ورځې وي.
البته د نړۍ په ختیځي هیوادونو او د افریقا په جنوبی هیوادونو کې د شوال میاشت په ټلیسکوپ سره د لیدو وړ ده . د مینځنۍ آسیا سیمي او د افریقا دلوئې وچې په هیوادونو کې د شوال میاشت په سترګو سره یعني له دوربین پرته په سختئ سره ولیدل شي ، خو دلویدیځي اسیا سیمې په هیوادونو کې د شوال میاشت تقربیا په آسانۍ سره په سترګو سره یعني له دوربین پرته ئې لیدل ممکن دي ،پر دې اساس په دغو هیوادونو کې نن یعني سه شنبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده.
د نجومو نړیوال مرکز د متحده عربی اماراتو په پلازمینې ابوظبئ ښار کې واقع دی او د نړۍ په سویه دنجومو د علم دمطالعاتو لپاره یو ترټولو مهم مرجع حسابیږي.
په ایران کې به زیات احتمال سره د نیکمرغه روژې میاشتې اختر کله وي؟
د د میاشتې دلیدو یوه څيړاند او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر د میاشتې لیدو کمیټڼې غړي ووئيل، چارشنبې ورځ د روژې د نیکمرغه اختر ورځ ده او په شمالي ،جنوبی او مرکزی آمریکا، د افریقا د په درستې لوئې وچې او اروپا کې د شمالي اسیا د منتهی الیه په استثنا په سترګو یا له دوربین پرته د شوال میاشت د لیدلی شي: پر دې اساس د وري د میاشتې ۲۳ نیټه یعني چارشنبې ورځ به د شوال د میاشتې لومړۍ نیتّ یعنی د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.